IQNA

 د حسینی ابعیّن په ۴۰ موکبونو کې د ایران غوره مداحان او ویناوال موجود دی

14:02 - August 15, 2024
د خبر لمبر: 3489698
ایکنا – سږکال د ایران د۴۵ ویناوال او مداحان د حسینی اربعّین په څلویښتو موکبونو کې په شتون  سره د عزدارۍ او دعا د  قرائت دستورې ترسره کوي.

ایکنانیوز راپور راکوي، هر کال د حسینی اربعّين د میلیوني لاریو  او پیاوده روئ په دستورو کې د عراق د خلکو له خوا ډير زیات موکبونه(کابو ۴۰زره موکبونه) د اربعیّن د زیارتوالو دخدمت  او میلمه پالنې لپاره  ترسره کوي.

د حسینی اربعیّن  زیاتره موکبونه د نړۍ د څه دپاسه یو سل پنځوسو هیوادونو  زیارتوالو ته د دیره کیدا او خوړو سره اړونده خدمات وړاندې کوي.البته ډير محدود  موکبونه  هم د عراق  په وسیله د درملنې خدماتو د وړاندې کولو لپاره پلان شوي دي اوعملا هغه عراقي موکبونه چې په هغو کې کلتوري پروګرامونه وړاندې کیږي، د حسینی اربعیّن په دستورو کې نه لیدل کیږي.

د ایران د اربعیّن مرکزي کمیټې مسئولانو په حسینی اربعّین کې د موجوه خلاګانو په پيژندنې سره، په اربعّین کې د خلکو د شتون د اوج  له لومړنیو کلونو څخه د درملنې دموکبونو او د خپلې خوښې د  ډاکټرانو د لیږد اقدام کړی دی.

په موکبونو کې د جمې لمانځه  اقامه، مناجات،دعا ګانې او کلتوري دستورو ترسره کیدا هم نوره هغه پروګرامونه دي چې د اربعیّن د مرکزی کمیټې د کلتوري برخې مسئولانو له خوا جوړ شوي او هڅه شوې ده په ایرانیو موکبونو کې چې د خوړو او هستوګنې خدمتونه وړاندې کوي، هم مذبی او کلتوری دستورې اجرا کړي.

ددغه اقدام ترڅنګ ځیني موکبونه د مذهبی دستورو د ترسره کولو لپاره په  ځانګړي ډول جوړ شوی دی؛ په هغو کې سږکال کال څلویښت موکبونه په نجف،کربلا او مشایه (د اربَعین د پیاده وروئ په لارې کې )جوړ شوي دی چې په دغو دستورو کې  د ایران د مطرحو مذهبی ویناوالو  او مداحانو په شتون سره دوی د عزادارۍ، مرثیو، ددعای کمیّل،ندبه، زیارت اربعیّن،زیارت عاشوار  او دغه راز د ځینورو دعاګانو او  تلاؤت  قرائت دستورې ترسره کوي.

حضور مداحان و سخنرانان مطرح ایرانی در 40 موکب اربعین

https://iqna.ir/fa/news/4231537

 

captcha